د پیرمحمد کاروان نوی غزل
غزل
د اور جامې په تن لري اوبه ور واغوندئ
دې خاورې ته ګلونه سره او شنه ور واغوندئ
د لمر د ډوبېدلو صحنه ډېره شوه اوږده
داستان د یوه نوي لمرخاته ور واغوندۍ
اې ګورئ! در غځېږي د سپېره نظر یو لاس
نرګسو ته ازغي ازغي باڼه ور واغوندئ
ده دنګه د خیال ونه څانګې څانګې یې مسرې
ذوقونو ته وزرې د مارغه ور واغوندئ
که غواړئ مرغلرې د خپل زړه د خزانې
نو سپینو سپینو اوښکو ته رانجه ور واغوندئ
چې لمر وي چې جانان وي چې نری نری باران
رنګونه د بوډۍ د ټال اووه ور واغوندئ
تودې جذبې د مینې به په زړونو کې ساتئ
سرونه مو که جوش کوي ساړه ور واغوندئ
ورکېږدئ د حسد په ترخه بوټې کې پیوند
د مینې د خوږې مېوې خواږه ور واغوندئ
رنګونه که پرې اورئ د کاروان د دې غزل
غوږونو ته مو سترګې او لېمه ور واغوندئ