ویروونکی سیوری
ویروونکی سیوری
ليکواله: ولوله اڅړ
د مازدیګر د زېړ لمر وړانګې د کابل پر مخ داسې ګزمې کولې لکه د کلونو د ناروغ پر مخ چې د کمزورۍ زېړوالی ګزمې کوي. د سولې پر ذهن او زړه له زغمه اوچت بار سپور و، په کوټه کې د ډېرو سوچونو او فکرونو کولو وروسته د ذهني بار د کمولو لپاره دباندې برنډې ته راوتلي وه خو لا یې هم پرېشانۍ له ذهن سره ملګرتیا نه وه پرېښې.
د کابل په ګرد وهلي طبیعت کې یې سترګې ګنډلي وې، غوښتل یې چې طبیعت ځان ته خوندور او رنګین کړي خو نن په طبیعت کې هم هر څه بې خونده ترسترګو کېدل.
ذهن یې له دې خبرو او پوښتنو سره مشغول و:
اې خدایه! پر هېواد څه روان دي؟ آخر به څه پېښېږي؟ آیا نجونې به تل د ناپوهیو په تیارو کې سرګردانې وي؟ ولې داسې پرېکړه شوي؟ که دا پرېکړه د معصومو نجونو پر اوښکو پاکه نشوه خو کاش د څو نورو ځان وژلیو نجونو په وینو پاکه شوې وای. آخر به څه وشي؟ آیا جګړه به پېښه شي؟ اف! موږ څومره بدمرغه یو. زموږ په دې جنتې هېواد کې دغه ویروونکی سیوری ولې خپور دی؟ دا سیوری به تر کومه زموږ هېواد دردوي؟ چا دې بدمرغه هېواد ته ښېراوې کړي؟ ولې سوکالي او هوسايي له دې هېواده دومره کرکه لري چې ان یو ځل هم خپل وزرونه پر دې هېواد نه خوروي؟ بدمرغیو او غمونو د دې هېواد د وګړو په سړو اسویلیو او دردوونکو چیغو کې څه خوند لیدلی چې یوه شېبه هم خپلې سترګې نه ترې اړوي؟ آیا د دې هېواد د دردمنو وګړو غم ځپلي ژوند ته له خوښیو د ډک شور او ولولو هجران اړین دی؟ ایا دا وګړي دومره ګناهکاره دي چې کړیکې او ګیلې یې ستا تر سپېڅلي عرشه پورې نشي رسیدای؟ مونږ ولې دومره بد نصیبه یو؟ ولې؟ ولې؟
له ځانه سره یې ورو ورو د (ولې) کلمه تکراروله او سترګې یې پټې کړي وې. څه موده وروسته چې یې سترګې پرانسیتې نو د طبیعت وحشت یې تر سترګو شو، تیارې پر لمر خونکاره حمله راوړې وه.. لمر یې وژلی و. تورو غرونو لمر تر ستوني تېر کړی و او د لمر پر وینو رنګمالو وریځو آسمان رنګ کړی و.