سره صليب نړۍواله ټولنه: افغانستان بايد هېر نه شي

د سره صلیب نړیواله ټولنه وایي، چې افغانستان په يو ډېر بد حالت کې دی او دغه هېواد باید هېر نه کړل شي.

سور صليب نړۍوالې ټولنې رهبري ویلي، چې افغانستان د مرستندويه بنسټونو او نړۍ‌والو ټولنې بېړنیو بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري او دغه هېواد باید هېر نه کړل شي.

دغه نړیواله ټولنه وايي، چې د افغانستان شاوخوا نیمایي نفوس له خورا ناوړه بشري وضعیت سره مخ دی او نړۍوالې ټولنې ته په کار ده، چې دغه هېواد سره خپلې مرستې ډېرې کړي.

د سره صلیب نړۍوالې ټولنې یو ځل بیا په ټينګه غوښتنه کړې، چې په داسې سختو شرایطو کې باید افغانستان هېر نه شي او د افغانانو لاسنیوی یې حتمي بللی دی.

د يادونې ده، چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو او ګڼو نورو بنسټونو هم د افغانستان اقتصادي وضعيت خورا خراب ګڼلی او له بهرنيو هېوادونو يې د مرستې غوښتنه کړې، څو په دغه هېواد کې د لوږې او بېوزلۍ مخنيوی وشي.

Back to top button