بلجیم کې د ډیزلو بیه لوړه شوې ده

په بلجیم کې د پټرولو بیه راټیټه، خو د ډیزلو بيا لوړه شوه.

سرچینه وایي، چې د بلجيم د اقتصادي چارو ادارې پرون د دوشنبې په ورځ وویل، چې نن سه شنبه چې د روانې جولای مياشتې له ۱۲ مې سره برابره ده، د تېلو په پمپونو کې به پټرول ارزانه، خو د ډیزلو بیه به لوړه او ممکنه ده، چې شېبه په شېبه لا هم لوړېه شي.

د يو لېټر پټرول 95 (E10) بیه د 3.8 سینټ په واسطه 1.9850 یورو ته راټیټه شوه. دغه راز د يو ليتر ډیزلو بیه د B7 لپاره 4.5 سینټ 2.0730 یورو ته او د B10 لپاره 4.9 سینټ 2.0340 یورو ته لوړه شوې.

Back to top button