د حج مراسم پای ته ورسېدل

په سعودي عربستان کې د حج مراسم پای ته ورسېدل.

په سعودي عربستان کې د حج مراسم پای ته ورسېدل چې شاوخوا یو میلیون حجیانو په کې ګډون کړی وو.

د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکي وايي، چې سږ کال د حج په مراسمو کې ۱۳ زره ۵۸۲ تنه افغان حاجیانو ګډون کړی و، له دې ډلې د لوګر ولایت یو تن افغان حاجي چې د زړه په ناروغۍ اخته و، په مکه معظمه کې یې د حج مراسمو له ترسره کولو وړاندې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

Back to top button