افغانستان کې سېلاوونو خلکو ته زيانونه اړولي دي

طالب سرپرست حکومت وايي، چې پنځو ولايتونو کې سېلاوونو شپږ تنه مړه او لس نور ټپيان کړي دي. 

د طالب سرپرست حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدو په چارو کې وزارت خبرپاڼه کې راغلي، چې د هېواد په پنځو ولایتونو کې د اورښتونو له کبله سېلاوونه راوتلي، خلکو ته يې ګڼ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

دغه وزارت ویلي چې په پکتیا، غزني، ميدان وردګ، لغمان او لوګر ولایتونو کې د اورښتونو او سېلاوونو له کبله شپږ تنه مړه او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

دغه راز ياد وزارت زياتوي، چې په ذکر شويو ولایتونو کې تر شاوخوا ۴ سوه کورونه په بشپړه توګه او تر ۱۵ سوو زیات زیانمن شوي دي.

همداراز په خبرپاڼه کې راغلي، چې يادو ولایتونو کې زيانمنو کورنيو ته د مرستې رسونې لړۍ هم پيل شوې ده.

بلخوا په ټولنيزو رسنيو کې ګڼ شمېر خلک شکايت کوي، چې سېلاوو ځپلو سيمو خلکو ته پر وخت رسيدګي نه کېږي او دوی له سختو ستونزو سره مخ دي.

Back to top button