زابل کې ترافیکي پېښو ۴۷کسان ټپیان کړي

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په زابل ولایت کې د ترافیکي پېښو له امله ۴۷ کسان ټپیان شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د عامې روغتیا ریاست مسؤلینو باختر آژانس ته خبرو کې ویلي، چې یاد کسان د درملنې په موخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي، چې د ځينو روغتیايي حالت نازک دی.

د دوی په وینا دغه ترافیکي پېښې تر ډېره د موټر سایکل چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هلمند ولایت کې هم د ترافیکي پېښې له امله یو کس مړ شوی او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.

Back to top button