م.م: طالب حکومت دې له بشري حقونو د دفاع بنسټونه رامنځته کړي

ملګرو ملتونو له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتي، چې له بشري حقونو د دفاع بنسټونه جوړ کړي، څو دوی د ټولو اړخونو له حقونو ساتنه او دفاع وکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍوالې عالي شورا د افغانستان په هکله یوه نوې غونډه جوړه کړې ده او په هغه کې یې په دې تړاو یو پرېکړه لیک صادر کړی دی.

دغه راز په دې پرېکړه لیک کې له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتنه شوې، چې د میرمنو او نجونو حقونه خوندي کړي او همدارنګه دوی ته د کار او زده کړو زمینه برابره کړي.

همداراز ملګرو ملتونو د بشري حقونو نړۍواله عالي شورا له طالب سرپرست حکومت څخه غوښتي، چې له بشري حقونو د دفاع بنسټونه رامنځ ته کړي، څو دوی د ټولو اړخونو له حقونو دفاع وکړي او په اړینو مواردو کې یې له نړۍوالو  اداراتو سره شریک کړي.

طالب سرپرست حکومت بيا تر دې وړاندې په وار وار ويلي، چې دوی د ښځو لپاره د اسلامي احکامو په چوکاټ کې د ټولو حقونو رعايت ته ژمن دی، خو دا هغه څه دي، چې دغه حکومت يې يوازې د‌ شعار په توګه وايي او په عمل کې يې د ښځو لپاره هیڅ کوم بنسټيز کار نه دی کړی.

Back to top button