د بريټانيا لومړي وزير له دندې استعفاء کړه

د برېټانیا لومړی وزیر بوریس جانسون له توندو نیوکو وروسته دندې پرېښودو ته مجبور شو او استعفا يې ور کړه. 

نړۍوالې رسنۍ وايي، چې وروسته له هغه چې د بوریس جانسون پر حکومتولۍ نیوکې ډېرې شوې؛ نو د نوموړي د کابینې پنځو وزیرانو او پنځوسو نورو لوړپوړو چارواکو په ۲۴ ساعتونو کې مجبور شول، څو استعفا ور کړي.

کومو وزيرانو او لوړپوړو چارواکو چې، استعفاوې ور کړي ويلي؛ له جانسون سره کار کول د هېواد په تاوان دی.

هغوی زياتوي، چې جانسون له توندو نیوکو وروسته استعفاء ته مجبور شو او مونږ هم وغوښتل، څو دندې پرېږدو او استعفاء ور کړو.

هغوی همداراز ويلي، چې برېټانیا به ډېر ژر ځان ته نوی لومړی وزیر وټاکي.

بلخوا نړۍوالې رسنۍ وايي، چې د بوريس جانسن پر استعفاء د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلنسکي خواشيني ښودلې او له هغه سره یې ټيلفوني اړيکه هم نیولې ده.

په ورته وخت کې روسي رسنۍ بيا د ولسمشر ویلادیمیر پوتین له قوله وايي، بوريس جانسن د خپل عمل ښکار شو او غوښتل يې په اوکراین کې جګړې ته لمن ووهي.

Back to top button