افغانستان به‌ د امریکا غير ناټو متحدينو له نوملړ وويسل شي

بایډن له کانګرس څخه غوښتي، چې افغانستان د امریکا د غیرناټو عمده متحدینو له نوملړ څخه وباسي. 

سپینې ماڼۍ د یوې اعلامیې په خپرولو سره  ویلي، چې ولسمشر جو بایډن د کانګرس له مشرانو څخه په یوه لیک کې غوښتي دي، چې د افغانستان نوم د غیرناټو د عمده متحدينو هېوادونو له نوملړ څخه وباسي.

دغه ليک، چې تېره ورځ د امريکا سنا مجلس يا کانګرېس ته استول شوی، د ولسمشر بايډن له خوا په کې ليکل شوي؛ زه غواړم د غير ناټو د عمده متحد په توګه د افغانستان د دریځ د لغوه کېدو په اړه تاسو خبر کړم.

تر دې وړاندې پخواني ولسمشر بايډن په ۲۰۱۲ ميلادي کال کې افغانستان د خپل لوی غير ناټو عمده متحدينو هېوادونو په نوملړ کې اعلان کړی و او دغه هېواد ته يې د دفاعي او اقتصادي اړيکو لپاره ستره لاره هواره کړې وه.

کوم هېوادونه چې په غير ناټو عمده متحدينو په هېوادونو کې راځي، امريکا ورسره هر کال په اقتصادي، دفاعي او نورو برخو کې مرستې کوي، چې افغانستان هم د يو تړون له مخې د دغه هېوادونو د نوملړ يوه برخه وه؛ خو اوس داسې انګېرل کېږي چې امريکا به نور افغانستان د ياد نوملړ هېوادونو له ډلې نه وباسي او په دې سره به د افغانستان اقتصادي بحران ته لا زیاته صدمه ورسوي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن دا پرېکړه داسې مهال کوي، چې شاوخوا شل کاله وروسته يو ځل بيا طالبان په افغانستان کې واک ته ورسیدل او سرپرست حکومت يې لا هم د کوم هېواد له لوري په رسميت نه دی پېژندل شوی.

Back to top button