بروکسل کې د ۱۵۰۰موټرچلوونکو جوازونه لغوه شول

په بروکسل کې د ۱۵۰۰ موټر چلوونکو د موټر چلوونې جوازونه لغوه اعلان شول.

سرچینه وایي، په تېرو دوو مياشتو کې د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې د ۱۵۰۰ موټر چلوونکو د موټر چلولو جوازونه هغه مهال لغوه اعلان شول، چې د موټر چلوونې پر وخت یې ګرځنده ټيلفون کارولو.

دا عملیات چې د می میاشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰ د جون پورې روان و، د هغو کسانو د موټر چلولو جوازونه يې لغوه اعلان کړل چې د موټر چلولو پرمهال د دوی ګرځنده تلیفونونو څخه کار اخیستلو.

دا موټر چلوونکي مجبور دي، چې په راتلونکو میاشت کې د پولیسو محکمې ته حاضر شي.

Back to top button