پاکستان کې سيلاوونو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې

پاکستاني رسنۍ د خپل حکومت له قوله وايي، چې درنو ورښتونو او سيلاوونو خلکو ته ستره مرګ ژوبله اړولې ده. 

پاکستاني رسنيو د خپل حکومت له قوله خبر ورکړی، چې د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې د سختو ورښتونو او سیلاوونو له کبله تراوسه پورې ۸۰ کسان وژل شوي او ګڼ شمېر نور ټپيان دي.

سرچينې وايي، چې دغو ورښتونو او سيلاوونو د مرګ ژوبلې ترڅنګ خلکو ته مالي تلفات هم اړولي او سلګونه کورونه يې ويجاړ کړي دي.

همداراز راپورونه وايي، چې سلګونه کسان لادرکه دي او د حکومت د نجات ډلې يې د پيدا کېدو هڅي کوي.

بلخوا بيا حکومت يې ويلي، چې دوی خپلو سيلاو ځپلو هېوادوالو ته د چټکو مرستو په رسولو بوخت دي او هڅه يې همدا ده، چې د مرګ ژوبلې د پراختيا مخه ونيسي.

Back to top button