طالبانو پکتیا کې وسلې نیولې دي

طالبان وایي، چې په پکتیا کې یې یو شمېر وسلې او مهمات چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل نیولي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت ‏د پکتیا ولایت د استخباراتو ریاست منسوبینو د یاد ولایت په څمکنیو ولسوالۍ کې د یو لړ کشفي راپورونو پر اساس ګڼ شمېر وسلې او مهمات چې په ناقانونه توګه ساتل کېدل نیولي دي.

هغوی زیاتوي، چې په نیول شویو توکو کې ۲۱میله کلاشینکوف،۱ میل پیکا، ۱قبضه راکېټ، ۱میل کرینکوف او ګڼ شمېر نور نظامي توکي شامل دي.

Back to top button