ناپېژاندو وسله‌والو يو ډاکټر وژلی

ناپېژاندو کسانو ډاکټر انورالحق جبارخېل وژلی دی. 

په کابل ښار کې ځايي، سرچینې وايي چې د ابن سينا ​​مؤسسې مشر او بنسټګر ډاکټر انورالحق جبارخېل د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوى دى.

د سرچينو د معلوماتو پر اساس، د ډاکټر جبارخېل مړى تېر شپه ناوخته د کابل ښار د ١٢مې ناحيې اړوند په احمدشاه بابا سيمه کې موندل شوى دى.

جبارخېل په خواله رسنیو کې ځان يوازنی نابغه او ډاکټر معرفي کړی و او همداراز د يوټيوب چينل کارکوونکو لپاره د خپرونو جوړولو يوه ګرمه سوژه ګرځېدلې وه.

په ورته وخت کې د تېر حکومت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر وحید مجروح پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې جبارخېل په ډېره ستره رواني ناروغۍ اخته و.

طالب سرپرست حکومت بيا د ډاکټر انورالحق جبارخېل د وژنې په تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Back to top button