د بروکسل هوایی شرکتونه نورې الوتنې هم لغوه کوي

د بروکسل هوایی شرکتونه خپلې نورې الوتنې هم لغوه کوي.

د بروکسل هوايي شرکت د کارکوونکو له درې ورځني اعتصاب وروسته چې د ۳۱۵ الوتنو د لغوه کېدو لامل شوی، دغه هوايي شرکت پرېکړه کړې چې د دوبي په رخصتیو کې شاوخوا ۷۰۰ نورې الوتنې هم لغوه کړي. شرکت وايي چې دوی د کارمندانو د نشتوالي له امله اړ دي، چې نور پروازونه هم لغوه اعلان کړي.

د هوايي سفرونو دې کاري اعتصاب د زرګونو مسافرینو سفرونه ځنډولي دي، دغه راز د بروکسل هوايي شرکتونو ته يې 10.2 ميلیون یورو تاوان اړولی دی چې دې چارې د بلجيم چارواکي هم اندېښمن کړي دي.

Back to top button