ډاکټر عبدالله د چین له سفیر سره لیدلي

ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د چین له سفیر سره لیدلي دي.

سرچینه وایي، د تېر جمهوري حکومت د ملي مصالحې عالي شورا مشر، ډاکټر عبدالله عبدالله په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره لیدلي او دواړو لوریو د افغانستان په روان وضعیت خبرې اترې ترسره کړي دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې ډاکټر عبدالله عبدالله د پکتیکا او خوست زلزله ځپلو خلکو سره د چین له مرستو مننه کړې ده.

Back to top button