هرات کې يو کس خپله مېرمن وژلې

د هرات سيمه ييزې سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې يو کس خپله مېرمن وژلې ده. 

يوې سيمه ييزې سرچينې پنجره ورځپاڼې ته ويلي، چې په هرات ولایت کې يو کس خپله مېرمن وژلې ده او مجرم د طالب سرپرست حکومت امنيتي مسئولينو له لوري نیول شوی دی.

سرچینه وايي، پېښه تېره ورځ سهار د هرات ښار ۹مې حوزې اړوند سيمه کې رامنځته شوې او زياتوي چې مجرم د طالب سرپرست حکومت د امنيتي مسؤلينو تر څېړنې لاندې دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د کورنۍ اختلافاتو له امله رامنځته شوې ده.

Back to top button