خوست کې د ناقانونه وسلې ګرځولو په تور دوه کسان نیول شوي

د طالبانو د حکومت امنیتي ځواکونو په خوست کې دوه تنه د ناقانونه وسلې ګرځولو په تور نیولي دي.

د باختر دولتي آژانس د خوست د امنیه قوماندانۍ د چارواکو له قوله لیکلي، چې د دغه ولایت په ګربز ولسوالۍ کې طالب ځواکونو دوه تنه هغه مهال ونیول، چې ناقانونه وسلې یې ګرځولې.

یادې سرچینې د نیول شویو کسانو د هویت په تړاو څه نه دي ویلي.

Back to top button