افغانستان ته د هند د مرستو بله جوپه روانه شوه

افغانستان ته د هند د مرسته شوو غنمو بله جوپه را روانه شوې ده.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، هندي چارواکي وایي، چې افغانستان ته یې د مرسته شویو غنمو بله جوپه روانه شوې ده.
د هند د بهرنیو چارو وزارت مسوولین وایي، چې له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو پنځلسمه جوپه هم دغه هېواد ته روانه شوه او شاوخوا ۲۵۰۰ ټنه غنم به افغانستان ته ولېږدوي.

هغوی زیاته کړې، چې یاده به د واګه بندر له لارې د پاکستان له خاورې افغانستان ته ولېږدول شي.

Back to top button