طالب قوماندان د خسر له کور څخه خپله مېرمن په اولوتکه کې وړې

ټولنيزو رسنيو کې يوه ويډيو خپره شوې، چې ويل کيږي د طالب سرپرست حکومت يو قوماندان خپله میرمن په دولتي الوتکه کې له لوګر څخه خوست انتقال کړې. 

دغه سرچينې وايي، د طالب سرپرست حکومت د خوست ولایت یو ځايي طالب قومندان، چې د حقاني ډلې غړی دی، له لوګر ولایت څخه خپله مېرمن په دولتي اولوتکه کې خوست ته وړې ده.

په ټولنېزو رسنيو کې د دې  ځايي قومندان دغه کار سخت غبرګونونه راوپارولي او د ياد حکومت غړي له دولتي امکاناتو څخه په ناوړه ګټه اخيستنې تورنوي.

بلخوا ټولنيزې رسنۍ د لوګر ولایت د برکي برک ولسوالۍ د شاه مزار سيمې اوسېدونکو له قوله وايي، چې د حقاني ډلې دغه طالب قومندان څه موده وړاندې واده کړی او یوازې ولور یې ۱۲ لکه افغانۍ و.

دا لومړی ځل نه دی، چې د طالب سرپرست حکومت يو چارواکی له دولتي امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخلي، بلکې تر دې وړاندې هم په رسنيو کې داسې راپورونه خپاره شوي، چې د ياد حکومت غړي د دولتي امکاناتو سره زښته زياته بې احتياطي او ترې ناوړه استفاده کوي.

هاخوا بيا طالب سرپرست حکومت دا تورونه ردوي، چې ګواکې د دوی کوم قوماندان دا کار کړی او په وينا دا خبرونه حقيقت نه لري.

Back to top button