د‌ طالب سرپرست حکومت درې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده

د طالب سرپرست حکومت د دیني عالمانو تر نامه لاندې درې ورځنۍ غونډه، تېره ورځ د یوولس ماده ییز پرېکړه لیک په خپرېدو سره پای ته ورسېده. 

طالب سرپرست حکومت د دیني عالمانو تر نامه لاندې درې ورځنۍ غونډه کې یوولس ماده ییز پرېکړه لیک خپور کړی، چې په کې ليکل شوي، څو د دوی حکومت د یووالي او ارضي تمامیت د ساتنې لپاره خپلې هڅې وکړي.

همداراز په دغه ليک کې راغلي، چې طالب سرپرست حکومت ته په کار ده، څو د اسلامي، عصري او اقتصادي علومو په پراختيا کې هڅه وکړي.

همدارنګه دوی د دې غونډې په پرېکړه ليک راغلي، چې افغانستان کې دې د شريعت په چوکاټ د ښځو، ماشومانو او اقليتونو حقونه رعايت شي؛ خو د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو په تړاو يې کوم واضح دريځ نه دی څرګند کړی.

دغه راز د غونډې پرېکړه ليک کې ليکل شوي، چې ديني عالمان دې په ټولنیزو رسنيو کې د کرکې او اختلافاتو له خپرېدو څخه ډډه وکړي او له هېواده بهر تللو خلکو څخه يې غوښتي، څو بېرته هېواد ته د راستانه شي.

د طالب سرپرست حکومت يادې غونډې باندې په کور دننه او بهر  نيوکې دا دي، چې ښځو او د هېواد د مختلفو اقوامو مشرانو ته یې په کې د ګډون بلنه نه وه ور کړې او يوازې په دغه حکومت پورې منصوبو کسانو په کې ګډون درلود.

Back to top button