لوګر کې دښوونځیو ازموینې پیل شوې

د لوګر په ښوونځیو کې څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شته ۲۷۵ دولتي او ۲۵ خصوصي ښوونځیو کې د روان ۱۴۰۱ ښوونیز کال د زده کوونکو څلورنیم میاشتنۍ ازموینې پیل شوې.

یادې ازموینې د پوهنې وزارت په لارښوونه پرون د شنبې په ورځې پیل شوي، چې د روانې چنګاښ یا سرطان میاشتې تر ۳۱ مې نېټې به دوام ومومي.

د لوګر د پوهنې ریاست د ویاند شاپور عرب په وینا د ۲۷۵ دولتي ښوونځیو په ازموینو کې ۴۵۷۱۰ نجونې او ۹۷۷۴۴ هلکان ، چې ټول ټال ۱۴۳۴۵۴ زده کوونکي کېږي برخه اخیستې ده.

هغه دغه راز وایي، د ۲۴ غیر دولتي یا خصوصي ښوونځیو په ازموینو کې ۱۱۴۸ نجونې او ۹۵۵۷ هلکان، چې ټول ټال ۱۰۷۰۵ زده کوونکي دي، ګډون کړی دی.

Back to top button