فارياب کې يو ځوان خپل پلار وژلی

د فارياب پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې يو ځوان خپل پلار د تبر په وسيله وژلی دی.

يوه ځايي سرچينه پنجره ورځپاڼې ته خبر کوي، چې د فارياب پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې يو تنکي ځوان خپل پلار د تبر په وسيله وژلی دی.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه تېره ورځ، د پښتونکوټ ولسوالۍ په بلوچ‌پایین کلي کې شوې ده.

همداراز سرچينه زياتوي، چې دغه څوارلس کلن هلک رامين نومېږي او د دې په خاطر چې عمر يې کم دی، نو د طالب امنيتي مسوولينو له لوري لا نه دى نيول شوى.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دې پېښې لامل کورنۍ شخړه بلل شوې ده.

د يادونې ده، چې په افغانستان کې د کورني تاوتريخوالي له امله دا لومړی ځل نه دی، چې يو کمکی ځوان خپل پلار وژني؛ بلکې تر دې وړاندې هم ګنو ولايتونو کې ورته پېښې ثبت شوي دي.

Back to top button