د طالبانو رهبر: د طالبانو صف حق دی

د طالبانو رهبر ملا هیبت الله اخوندزاده وایي چې د اسلامي نظام صف حق دی او طالبان یوازې او یوازې د خدای د رضا لپاره جنګېدلي دي.

‏د طالبانو د سرپرست حکومت رهبر د علماوو ناستې ته په خپلو خبرو کې وویل، چې زه په دې يقيني عقيده لرم، چي د اسلامي امارت صف حق دی او مجاهدين يوازې او يوازې د الله تعالی لپاره جهاد کوي، بل مقصد او هدف نه لري.

هغه زیاته کړې، چې اسلامي شریعت د ټولو ارزښتونو د تحفظ ضامن دی، که شریعت و، امنیت، ازادي، اسلامي نظام او هر څه به مو دوام کوي او الله تعالی به برکت په کې اچوي.

‏‏هغه دغه راز زیاته کړه، د کافرانو جګړه له موږ سره پر ځمکه او مال نه وه، بلکې زموږ جګړه پر عقیده او نظریه وه، چې اوس هم نه ده ختمه شوې او تر قیامته به روانه وي.

Back to top button