د پخواني ولسمشر حامد کرزي تازه څرګندونې

پخوانی ولسمشر حامد کرزي وايي، چې امريکا ته په کار ده، څو د افغانستان اسعاري زیرمه د يو امانت په توګه  وساتي.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي پر خپله ټویټر پاڼه لیکي، چې د افغانستان بانک اسعاري زېرمه د افغان ملت ملي شتمني ده او امريکا ته په کار ده، څو دا زيرمه له ځان سره د يو امانت په توګه وساتي.

هغه زياتوي او غوښتنه يې کړې، چې امریکا بايد د افغانستان اسعاري زېرمه په هېڅ صورت ونه لګوي.

کرزی، دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې امریکا غواړي له طالب سرپرست حکومت سره پر یوه مېکانېزم کار وکړي، څو طالبان وکولای شي له اسعاري زېرمې ګټه واخلي.

څه موده وړاندې واشنګټن پوست ورځپاڼې په یوه راپور کې ليکلي و، چې امریکا له طالبانو سره پر یوه مېکانېزم کار کوي، څو طالبان په کوم ډول د افغانستان بانک او افغانیو له زيرمو ګټه واخلي.

د يادونې ده، چې امریکا له تېرو دریو میاشتو راهیسې د لومړي ځل لپاره په قطر کې د طالب سرپرست حکومت چارواکو سره نېغ په نېغه خبرې پيل کړي او د افغان نجونو د زده‌کړو په ګډون یې پر ځينو مهمو مسايلو بحثونه کړي دي.

Back to top button