فاریاب کې ترافیکي پېښې ۷ تنه ټپیان کړي دي

نن سهار په فاریاب ولایت کې د ترافیکي پېښې به امله ۷تنه ټپیان شوي دي.

د فاریاب ځایي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې دا پېښه نن سهار د دغه ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، نن سهار د خواجه سبزپوش ولسوالۍ د بشت دښتې پر لویه لاره يو سراچه ډوله موټر له يوه بار وړونکي موټر سره ټکر کړى دى.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پېښه کې د سراچې موټر د چلوونکي په ګډون ۷ تنه ټپیان شوي او د ټپیانو روغتیايي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

سرچينې د دې پېښې لامل د دواړو موټرو د چلوونکو بې احتياطي بولي.

Back to top button