طالب ناڅرګنده مشر د لويې جرګې خېمې ته تللی
طالب سرپرست حکومت وايي، چې مشر یې هبت الله اخوندزاده د لويې جرګې خيمې ته رسېدلى.
د طالب سرپرست حکومت، وياند بلال کریمي پر خپله ټویټرپانې لیکي، چې مشر يې هبت الله اخوندزاده کابل کې د لویې جرګې خېمې ته رسېدلى دى.
ویل کېږي، چې نوموړی به نن د لویې جرګې په غونډه کې وينا هم وکړي.
ورسره جوخت په ټولنيزو رسنيو کې د طالب سرپرست حکومت په روانه غونډه نيوکې دا دي، چې ښځو او د هېواد د مختلفو اقوامو مشرانو ته په کې د ګډون بلنه نه ده ور کړل شوې او يوازې په دې غونډه کې په سرپرست حکومت پورې منصوب کسان ګډون لري.
د ديني عالمانو تر نامه لاندې ياده غونډه تېره ورځ د لویې جرګې په خېمه کې پیل شوه، چې نن او سبا به هم دوام ولري.
د يادونې ده، چې طالب مشر هبت الله اخوندزاده تر دې دمه د رسنيو پر وړاندې ځان نه دى راښکاره کړى او لا هم نه ده روښانه چې نوموړی به نن هم په جرګه کې د رسنیو پر وړاندې راڅرګند شي او کنه.