سعودي عربستان: راتلونکي شنبه لوی اختر دی

سعودي عربستان وايي، راتلونکې جمعه عرفه او شنبه لوی اختر دی.

د سعودي عربستان دولت پرون ناوخته اعلان کړی، چې راتلونکې جمعه د عرفې او شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځ ده.

همداراز دغه دولت ویلي، چې پرون د ذولحجې میاشته لیدل شوې او راتلونکې شنبه د لوی اختر لومړۍ ورځې سره برابره ده.

سږنی کال د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو څخه ميليونونه خلک د حج فریضې ادا کولو په خاطر سعودي عربستان ته تللي دي.

د طالب سرپرست حکومت د حج او اوقافو وزارت د معلوماتو له مخې، سږکال له افغانستان څخه هم ۱۳۵۸۲ تنه د حج ادا کولو مراسمو لپاره سعودي عربستان ته تللي دي.

د يادونې ده چې طالب سرپرست حکومت د تېر کوچني اختر د اعلان په موخه يوه کمېټه ګمارلې وه، چې دې کمېټې بيا د مياشتې له ليدلو وروسته د کوچني اختر د لومړۍ ورځې اعلان وکړ.

طالب سرپرست حکومت بيا تر دې دمه د لوی اختر د لومړۍ ورځې اعلان په هکله  څه نه دي ويلي.

Back to top button