زابل کې نهه کلینکونه جوړ شوي

د زابل په بېلابېلو سیمو کې د YHDO پروګرام له لوري نهه کلینیکونه جوړ او پرانیستل شول.

د زابل ولایت په مرکز کلات او پینځو ولسوالیو ارغنداب، شاجوی، شینکی، دای چوپان او شملزو کې ند YHDO پروګرام له لوري نهه کلینکونه جوړ او د روغتیايي خدماتو پر مخ پرانیستل شول.

د یاد پروګرام د مسوولینو په خبره په دې کلینیکونه کې ۳ بنسټیز روغتیایي مرکزونه، ۵ بابه فرعي روغتیایي مرکزونه او یو دانه ګرځنده روغتیایي مرکز دی چې پرون عملا خلکو ته د خدماتو وړاندې کولو لپاره پرانیستل شول.

د مسوولینو په وینا په دې مرکزونو کې د لرې پرتو سیمو د اوسیدونکو لپاره درمل، لس ډوله واکسین، نسائي ولادي او رواني روغتیا خدمات وړاندې کېږي.

Back to top button