امريکا‌ د افغانانو کنګل شوې شتمنۍ پر ازادولو کار کوي

واشنګټن پوسټ وايي، چې امريکا له طالب سرپرست حکومت سره د کنګل شوې شتمنۍ په اړه خبرې اترې کوي. 

امريکايي رسنۍ واشنګټن پوسټ د دغه هېواد د باوري رسنيو په حواله ليکي، چې امريکا اوس مهال د طالب سرپرست حکومت سره پر دې لګيا ده، څو وکولای شي کنګل شوې شتمني ازاده او د مرکزي بانک په اختيار کې يې ور کړي.

سرچينه زياتوي، چې امريکا غواړي، څو کنګل شوې شتمني ازاده کړي، خو په وينا يې نه يې په دې لټه کې دی، څو طالبان په دې پيسو کنټرول ونه لري.

واشنګټن پوسټ وايي، چې امريکا اوس مهال د دې پيسو د ازادولو پر ميکانيزم او تګلاره کار کوي.

همداراز امریکايي سرچینو ویلي ددې پیسو له ازادولو یې موخه د بشردوستانه مرستو رسول او له عامو افغانانو سره همکاري کول دي.

د يادونې ده، چې امریکا دمګړی د افغانستان شاوخوا نهه میلیارده ډالر شتمني کنګل کړې ده او له دې ډلې اووه میلیارده یې د مرکزي بانک او پاتې دوه میلیارده یې د خصوصي سکتور شتمني بلل کېږي.

Back to top button