د سرې میاشتې روغتیاپالان پکتیکا او خوست ته تللي

د افغاني سرې سرې میاشتې لسګونه روغتیاپالان پکتیکا او خوست ته تللي.

د افغاني سرې میاشتې مسوولین وایي، چې له پلازمېنې کابل څخه د یادې ټولنې لسګونه روغتیاپالان او کارکوونکي پکتیکا او خوست ولایتونو کې د زلزلې ځپلو سره د مرستې او لاسنیوي په موخه یادو ولایتونو ته تللي او په خپل کار یې پيل کړی دی.

تېره اونۍ په پکتیکا پکتیا، او خوست ولایتونو کې سلګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.

Back to top button