د هېواد د سکرو قیمتونه لوړ شول

طالبان وایي چې د هېواد د ډبرو سکرو قیمتونه سر له نن څخه لوړ شوي شوي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ‏مالیې وزارت چارواکي وايي، د ‎افغانستان د ګمرکونو د قانون او د قیمتونو د وضع کولو کړنلارې له مخې، د هېواد په ګمرکونو کې د یو ټن ډبرو ‎سکرو بیه له ۹۰ ډالرو څخه ۲۰۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د چارواکو په وینا یاده پرېکړه له نن څخه وروسته د افغانستان په ټولو ګمرکونو کې د تطبیق وړ ده.

طالب سرپرست حکومت په داسې حال کې یاده پرېکړه اعلانوي چې نن د پاکستان لومړي وزیر امر کړی وو چې له افغانستان څخه دې د ډبرینو سکرو صادرات لا زیات او ګړندي شي.

واک ته د طالب سرپرست حکومت له رسېدو وروسته له هېواد څخه ګاونډي هېواد پاکستان ته د سکرو صادرات زیات شوي دي.

Back to top button