پکتيکا کې تر زلزلې وروسته خلک په ناروغيو اخته شوي

پکتیکا کې د تېرې مرګونې او خطرناکې زلزلې وروسته د دغه ولایت ګڼ شمېر خلک پر بېلابېلو ناروغيو اخته شوي دي.

سلام وطندار خبري شبکه، د پکتیکا ګیان ولسوالۍ د اوسېدونکو له قوله یې وايي، چې د مرګونې او خطرناکې زلزلې وروسته اوس د یادې سیمې اوسېدونکي پر بېلابېلو ناروغیو اخته شوي دي.

دغه سرچينه وايي، چې د ګیان ولسوالۍ کې د سيمې اوسېدونکي ناروغان ډېر دي، خو شته روغتیايي خدمات ورته بسنه نه کوي.

ياده خبري شبکه د ګیان ولسوالۍ د اوسېدونکو له قوله زياتوي، چې سیمه کې یې ډېری کسان په اسهالاتو، ملاریا، ټوخلې او رواني ناروغیو اخته شوي چې ګڼ‌شمېر یې ماشومان او ښځې دي.

د‌ سرچينې په خبره، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو همداراز وايي، چې د دغو ناروغیو ترڅنګ ګڼ شمېر ماشومان او ښځې د خوارځواکۍ ګواښ سره هم مخ دي.

د پکتیکا د ګیان ولسوالي اوسیدونکو سلام‌وطندار ته ويلي، چې د ولسوالۍ نفوس یې تر ۷۰ زره اوړي، خو روغتیا برخه کې یې شته امکانات بېخي کم دي.

په ورته مهال بیا ګیان ولسوالي کې د ملګروملتونو د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» مسوول ډاکټر نجیب الله ځدراڼ هم تایید کړې، چې د زلزلې له امله زیانمنو سیمو کې د اسهالاتو، ملاریا، تنفسي او رواني ناروغۍ مخ په زیاتېدو دي او د مخنیوي لپاره یې باید جدي اقدامات وشي.

سلام وطندار د پکتیکا زلزله ځپلو سیمو کې پر بېلابېلو ناروغیو د خلکو اخته کېدو په هکله داسې مهال خبر ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د جمعیت صندوق هم یوه رپوټ کې ویلي، د پکتیکا او خوست ولایتونو په زیانمنو سیمو کې تر ۲۰ زره ډېرې ښځینه بیړنیو روغتیايي مرستو ته اړتیا لري.

Back to top button