پاکستان کې يو شمېر افغان خبريالانو غونډه کړې

په پاکستان کې يو شمېر مېشتو افغان خبریالانو دویمه احتجاجي غونډه ترسره کړې.

تېره ورځ د جون په ۲۶مه يوه ډله ښځو او نارينه وو افغان خبريالانو په پاکستان کې د  خبریالانو د ځورونې او د هغوی د ناوړه وضعيت پر ضد د يوې احتجاجي غونډې له لارې خپل غږ پورته کړ.ی

دغه ډله خبريالان له شاوخوا ۸ مياشتو راپدیخوا په پاکستان کې له بې سرنوشته حالت سره مخ دي، دوی له نړۍوالو بنسټونو او په ځانګړې توګه د خبريالانو د ملاتړ نړۍوالو بنسټونو څخه خوندي هېوادونو ته د دوی په لېږد کې د جدي همکارۍ غوښتنه کوي.

په جلاوطنۍ کې مېشت افغان خبریالان پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له دفتر او د بشري حقونو له نورو اړوندو همکارانو څخه د دوی  دوسیو ته د جدي رسيدګي غوښتنه کوي.

ياده غونډه د دې ډلې خبريالانو د نهه ماده ییز پریکړه لیک له لوستلو وروسته پای ته ورسیده.

په افغانستان د جمهوریت له سقوط او د بیان ازادۍ له منځه تلو وروسته خبریالان له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کېږي، چې یو شمېر یې له هېواده د نړۍ خوندي سیمو ته کډه شوي او همداراز د دغو خبریالانو یو شمېر په پاکستان کې دي.

په پاکستان کې د افغان خبریالانو دا دویمه احتجاجي غونډه ده، چې له دغه هېواد څخه دوی د وتلو دوسيو کې د جدي همکارۍ غوښتنه کوي.

Back to top button