۱۲ کسيزه نابینا کورنۍ سختو ستونزو سره مخ ده

په غزني ولايت کې د ۱۲ نابینا غړو درلودونکې یوه کورنۍ  له غربت سختو کړاونو سره مخ ده. 

پژواک خبري اژانس خبر ورکوي، چې د غزني د مرکز اړوند په پښتون‌اباد سیمه کې یوه ۱۶ کسیزه کورنۍ چې له درېیو ماشومانو او یوې مېرمنې پرته نور ټول غړي يې په سترګو ړانده او نابینا دي د غربت له سختو ستونزو او کړاوونو سره مخ ده.

سرچينه وايي، چې دغه کورنۍ د ژوند له سختو ستونزو سره مخ ده او شتمنو کسانو لاسنیوي ته اړتيا لري.

ياده کورنۍ په اصل کې د غزني ولايت د قره‌باغ ولسوالۍ اوسېدونکې ده چې د اقتصادي ستونزو له امله غزني ښار ته راکډه شوې؛ خو دې چارې هم د دوی په بد اقتصادي وضعیت کې ښه‌والی نه دی راوستلی. دوی همداراز له مسؤلينو او خيريه بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.

Back to top button