د نړۍ اووه قدرتونو پر روسیې نوي بندیزونه ولګول

د نړۍ اووه قدرتونو او شتمنو هېوادونو د‌ روسيې پر سرو زرو بندیز ولګاوه.

په المان کې د نړۍ اووه قدرتونو او شتمنو هېوادونو مشرانو غونډه پيل کړه، چې په پايله کې يې تازه پر روسیې يې ځيني بنديزونه ولګول.

دغو اووه واړو هېوادونو پرېکړه کړې، چې له دې وروسته به د روسیې طلا نه واردوي.

امريکا په دې غونډه کې ويلي، چې د روسیې طلا د دغه هېواد غټه او دویمه ستره عایداتي سرچینه بلل کېږي او تر ټولو لوی پېرودونکي يې هم دغه اووه هېوادونه دي.

د يادونې ده، چې روسيه د نړۍ په کچه ‌د طلا غټ توليدونکي هېواد دی. د معلوماتو له مخې د نړۍ ۵ سلنه طلا دغه هېواد توليدوي او ډېره لويه برخه یې د نړۍ اوو صنعتي هېوادونو په تیره بیا بريټانيا ته صادريږي. د دې غونډې ګډونوالو پر روسیې د نورو بنديزونو د لګولو خبر هم ور کړی.

Back to top button