پروان کې غاصبین نیول شوي دي

طالبان وایي چې پروان کې یې د ځمکو ۴۳ غاصبین نیولي دي.

د طالبانو د سرپرست حکومت د ښار جوړونې او ځمکو وزارت چارواکي وایي، چې پروان ولایت کې مو د ځمکو ۴۳ نیول شوي غاصبین عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل.

هغوی زیاتوي، چې یادو کسانو په سید خیل٬ بگرام او جبل السراج ولسوالیو کې ځمکې غصب کړې وې.

طالب سرپرست حکومت تر دې وړاندې هم د غاصبینو د نیولو خبرونه ورکړي دي.

 

Back to top button