کندهار کې نامعلومو وسله والو یو کس وژلی

تېره شپه د کندهار ولایت د مرکز د دېرلسمې او اتمې ناحیې ترمنځ سیمه کې نامعلومو وسله والو یو کس په ډزو وژلی دی.

د کندهار ځایي سرچینې وایي، چې وسله‌وال کسان په یوه موټر کې سپاره وو او دغه کس یې لاس تړلی له موټر راښکته کړی او په یاده سیمه کې یې په ډزو وژلی دی.

د معلوماتو له مخې، وسله‌وال د یاد کس له وژلو وروسته له سیمې څخه په تېښته بریالي شوي دي

د طالبانو د سرپرست حکومت د کندهار ځایي مسؤلینو د یادې پېښې په تړاو تر دې مهاله څه نه دي ویلي.

Back to top button