ولسي ټوپکوال نظام الدین قيصاري هېواد ته ستون شو

د عبدالرشید دوستم يو پخوانی قوماندان او ولسي ټوپکوال نظام الدین قیصاري نن سهار هېواد ته راستون شوی.

د مارشال عبدالرشید دوستم د ولسي پاڅون يو مهم قوماندان نظام الدين قيصاری د طالبانو د سرپرست حکومت د اړیکو کمیسیون په بلنه نن سهار کابل ته راستون شوی دی.

نظام الدین قیصاري په تېر حکومت کې د ولسي پاڅونوالو له مهمو قوماندانانو څخه شمېرل کېده، چې اوس د طالبانو په بلنه بېرته افغانستان ته ستون شوی دی.

نوموړی د عبدالرشید دوستم تر مشرې لاندې یو لوړ پوړی قومندان دی او په وروستیو کلونو کې یې د زندان له تجربې څخه نیولې بیا د افغان ترکانو د مشر په توګه هم ادعاوې کړې دي.

د طالب سرپرست حکومت کابینې د هغو سیاستوالو د رابللو لپاره یو ځانګړی کمیسیون جوړ کړی دی ، چې کابل ته د طالبانو له ننوتلو وروسته له افغانستانه تللي دي.

Back to top button