د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې لېږد ډېر شوی

مسوولین وايي، چې په تېره اونۍ کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ له لارې شاوخوا ۵۹ زره ټنه لېږد ترسره شوی دی.

د طالبانو د سرپرست حکومت د اوسپنې پټلۍ ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د حیرتان اوسپنې پټلۍ له لارې ۳۷۹۵۰ ټنه، د آقینې اوسپنې پټلۍ له لارې ۲۴۵۶ ټنه او تورغونډۍ اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۰۳۳۶ ټنه واردات چې ټول ۵۰۸۳۳ ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد شوي دي.

د چارواکو په وینا تېره اوونۍ کې ټولټال ۸۱۰۴ ټنه صادرات شوي دي. چې لویه برخه یې ممیز جوړي.

Back to top button