سرپرست حکومت: هند کې روزل شوي نظاميان دې هېواد ته راستانه شي

طالب سرپرست حکومت په هند کې له روزل شويو نظاميانو غوښتي، چې هېواد ته راستانه شي، څو دوی یې په دندو وګماري.

د طالب سرپرست حکومت د کورنيو چارو وزارت يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې هند او نورو هېوادونو کې روزل شوي افغان سرتیري دې خپل وطن ته راستانه شي، څو دوی یې خپل مسلک کې په مناسبو دندو باندې وګماري.

ياد وزارت زياتوي، چې دا نظاميان د هېواد کادري شتمني ده او دوی تیار دي، څو دغه  کسان د خپلو زده کړو او مسلک پر اساس په مناسبو دندو وګوماري.

طالب سرپرست حکومت له روزل شويو نظاميانو هيله کړې، چې هېواد ته راستانه شي او خپلو خلکو ته خدمت وکړي.

طالب سرپرست حکومت دا څرګندونې داسې مهال کوي، چې تر دې وړاندې يې د پخواني نظام سلګونه‌ افسران شکنجه کړي، ګڼ شمېر يې په مرموز ډول وژلي او زرګونه نور مسلکي افسران يې له دندو ګوښه کړي او په کور يې کینولي.

د معلوماتو له مخې د پخواني نظام زرګونه سرتېري او افسران مجبور شوي، چې هېواد پرېږدي او بهرنيو هېوادونو کې پناه واخلي.

Back to top button