راشدخان د زلزلې قربانيانو ته د مرستې کمپاين پيل کړی

راشدخان د پکتيکا او خوست زلزلې ځپلو کورنيو سره له نړۍوالو د مرستې غوښتنه کړې. 

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي راشدخان په پکتیکا او خوست ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې د قربانیانو کورنیو ته د مرستې کمپاين پيل کړی.

نوموړي په ټولنیزو رسنيو کې د پکتیکا او خوست ولايتونو د زلزلې د اوښتي زيان په اړه خواشیني څرګنده کړې او ویلي دي، چې په دې سخت وضعیت کې د پېښې قربانيانو کورنيو سره په دې درانه غم کې شریک دی او یوازې یې نه پرېږدي.

هغه زیاتوي، چې دی هم د دې پېښې له قربانیانو سره مرسته کوي خو په وینا يې، دا مرسته بسنه نه کوي او په کار ده، څو په پراخه کچه کمپاين وشي.

د کرېکټ ياد ستوري ویلي، چې د پېښې قربانيانو سره د مرستې په دې کمپاين کې هر څوک کولی شي له ده سره ونډه واخلي.

راشدخان په ټويټ  پیغام کې ویلي، چې دی به د کرېکټ نړۍوالو مشهورو لوبغاړو شاهدخان افریدي، ډي،جې براوو او نورو لوبغاړو څخه هم وغواړي چې په دې کمپاین کې ورسره برخه واخلي؛ څو وکولای شي په کافي اندازه مرستې را ټولې کړي.

Back to top button