رويټرز: افغانستان کې به د زلزلې د قربانیانو شمېر لوړ شي

رويټرز خبري اژانس وايي، ښايي د پکتيکا او خوست ولايتونو د زلزلې قربانيانو شمېر لور شي.

رویټرز خبري اژانس په خوست او پکتيکا ولايتونو کې د رامنځته شوې زلزلې د عیني شاهدانو او خيريه مؤسسو د معلوماتو له مخې، راپور ورکوي، چې ښايي د زلزلې له امله د قربانیانو شمېر نور هم لوړ شي.

دغه راز رويټرز ويلي، چې اوس هم تر خاورو لاندې زيات شمېر کسان بند پاتې دي او په زلزله ځپلو سيمو کې د محدودو مرستو او د ژغورنې ډلو عملیاتو ته په د کتو ښايي د مړو شمېر په تدريجي ډول نور هم لوړ شي.

د وروستیو اټکلونو له مخې د پرون ورځې زلزلې لږ تر لږه ۱۰۰۰ کسان مړه او سلګونه نور یې ټپیان کړي دي، خو د رويټرز خبري اژانس د راپور له مخې ښایي دا شمېره نوره هم لوړه شي.

Back to top button