بايډن: خيريه مؤسسې دې افغانستان ته مرستې ورسوي

د امریکا ولسمشر جوبایډن له خیریه مؤسسو غوښتي دي، چې له افغانستان سره مرستې وکړي. 

د امريکا سپینې ماڼۍ په خپره شوې اعلامیه کې لیکل شوي، چې د دغه هېواد ولسمشر جوبایډن په افغانستان کې د زلزلې په مرګ ژوبلې خواشیني ښودلې او دا یې يوه ستره غمېزه بللې ده.

هغه همداراز افغانستان سره پر مرستو ټينګار کړی او ويلي دي، چې دا يوه جدي اړتیا ده، څو امریکایي خیریه مؤسسې له زلزله ځپلو افغانانو سره مرستې وکړي.

په ورته وخت کې د بایډن د ملي امنیت سلاکار هم پر دې پېښه خواشیني ښوڅ او په وينا یې د یو ایس اې ای ډي په ګډون د امریکا ګڼې خیریه موسسې به ژر افغانستان ته خپلې مرستې ورسوي.

دغه راز د امریکا د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي دي، چې په افغانستان کې د ژلڅ پر پېښه ډېر خواشینی دی او په وینا یې رامنځته ته شوې زلزله به په دغه هېواد کې بشري ناورین نور هم وغځوي.

Back to top button