د وروستیو پېښو قربانیانو ته نغدي مرسته منظوره شوه

هېواد کې د وروستیو پېښو قربانیانو ته سل میلیونه افغانۍ نغدي مرسته منظوره شوه.

وروسته له هغې چې د پکتیکا او خوست ولایتونو په ځينو ولسوالیو کې زلزلې د ګڼ شمېر هېوادوالو ژوند واخیست، د طالبانو د سرپرست حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند نن په ارګ کې د یادو پېښو له زیانمنو شویو سره د مرستې او خواخوږۍ لپاره بېړنۍ ناسته کې سل میلیونه افغانیو نغدي مرسته منظوره کړه.

د سرچینو د راپورونو له مخې تر دې دمه د تېرې شپې په زلزله کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او شاوخوا ۱۵۰۰ نور ټپيان دي.

Back to top button