په خارکیف ښار بريد مرګ ژوبله اړولې

د اوکراین په خارکیف ښار د روسي عسکرو د سترو وسلو بريدونو کې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. 

اوکرايني رسنيو ويلي، چې د څو ورځو راپدیخوا روسي عسکرو په خارکیف ښار د درنو وسلو پرلپسې بريدونه روان کړي، چې په پايله کې يې ۱۵ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۵ نور هم ټپيان شوي دي.

سرچينې زياتوي، چې روسي ځواکونه په هيچا رحم نه کوي او په وينا یې، هغوی هيڅ جنګي اصولو ته درناوی نه لري.

په ورته وخت کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم يو ځل بيا په اوکراین کې په چټکو عملياتو ټينګار کړی، او ويلي دي، چې غرب د اوکراین په اړه تازه خبرې نه لري.

د اوکراین او روسیې ترمنځ روانه جګړه ورځ تر بلې د شدت په حال کې ده، چې دواړه خواوې يو بل ته د درنو تلفاتو اړولو دعوې کوي.

Back to top button