لوګر کې له ښوونکو او زده کوونکو سره مرسته وشوه

د لوګر د ۵ ښوونځیو له ښوونکو او زده کوونکو سره مرسته وشوه.

د طالبانو د سرپرست حکومت د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وایي، چې د دغه ولایت د خوښۍ ولسوالۍ د ۵ ښوونځیو له ۷۲ ښوونکو او ۱۴۶۱ زده کوونکو سره د درسي توکو مرسته وشوه.

هغوی زیاتوي، چې دغه مرسته د پوهنې ریاست د غوښتنې له مخې، د آی . آر . سي په نامه د یوې مرستندویې مؤسسې له لوري شوې ده.

په یاده مرسته کې هر ښوونکي ته د پنځو قلمو درسي موادو درلودونکی یو لاسي بیک او هر زده کوونکي ته د شپږو قلمو درسي موادو درلودونکی د کتابونو یوه بکسه وېشل شوې دي.

Back to top button