ننګرهار کې چاودنه شوې

د ننګرهار ولايت ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې نننۍ چاودنې ګڼو خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده. 

د ننګرهار ولایت ځايي رسنيو ويلي، چې د دغه ولايت د غني‌خېلو ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د چاودنې له امله دوه کسان مړه او ۲۸ نور ټپیان شوي دي.

سرچينو د ننګرهار ولايت د سرپرست حکومت د مسئولانو له قوله ویلي، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا ۹ بجې د غني‌خېلو ولسوالۍ شیرګر بازار کې د یادې ولسوالۍ د روغتون د امر شاه‌‌محمود هجرت پر موټر شوې ده.

سرچينې زياتوي، چې په دې چاودنه کې دوه تنه مړه او د روغتون د امر او امنيتي مسؤلينو د پنځو عسکرو په ګډون ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي. د سرچينو په خبره، د ټولو ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې پرون د کابل ښار پنځلسمه حوزه کې چاودنه رامنځته شوې وه، چې له کبله يې دوه کسان مړه شوي وو.

Back to top button