افغانې مېرمنې د بریالیو مېرمنو جایزه وګټله

د حمیرا رضایي په نوم یوې افغانې مېرمنې په بریټانیا کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د اسیا د بریالیو مېرمنو جایزه وګټله.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د بشري حقونو یوې افغانې فعالې، حمیرا رضايي، په بریټانیا کې د ۲۰۲۲ میلادي کال د اسیا د بریالیو مېرمنو جایزه ګټلې ده، چې دا جایزه د تېرو ۲۳ کلونو را په دې خوا د یوه برتانوي بنسټ لخوا د اسیایي مېرمنو د لاسته راوړنې د جایزې تر نوم لاندې هغو اسیایي میرمنو ته ورکول کېږي چې په برتانوي ټولنه کې فعالې دي.

د سرچینې په وینا سږکال د شپږو مېرمنو ترمنځ حمیرا رضايي چې افغانه مېرمنه ده د ټولنیزو او بشري حقونو په برخه کې یاده جایزه ګټلې ده.

Back to top button