د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راغلی

د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير د طالب سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير سره ليدلي دي. 

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په کابل ته راغلی او د طالب سرپرست حکومت د بهرنيو چارو وزير امیرخان متقي سره ليدلي دي.

په دې کتنه کې دواړو خواوو د افغانستان او ازبکستان په دوه اړخيزو اړيکو، ترانزيتي چارو او اقتصادي مسايلو غږېدلي دي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې د افغانستان امن، ثبات او امنیت د ټولې سیمې هېوادونو لپاره مهم دی او دوی هم هڅه کوي، چې له کابل سره خپلې اړیکې لا پياوړې او ښې کړي.

دغه لوړپوړي ديپلومات همداراز ډاډ ورکړی، چې له افغانستان سره به د بشردوستانه مرستو د رسولو په برخه کې خپله همکاري هم ډېره کړي.

په دې لیدنه کې په افغانستان کې د دایمي ثبات پر ارزښت ټینګار شوی او هغه د ټولو په ګټه بلل شوی دی.

Back to top button